CRI Online

نړيوال پولي صندوق: د چين اقتصاد په دوامداره توګه قوي پرمختګ مومي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-27 10:19:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوال پولي صندوق د جولای په ۲۶مه نېټه په واشنګټن کې د ۲۰۱۸م کال لپاره د دغه سازمان د اجرايوي شورا او چين ترمنځ د څلورمې سلامشورې په اړه يوه خبري ناسته تر سره کړه او په دغه ناسته کې يې څرګنده کړه چې د چين اقتصاد په دوامداره توګه قوي پرمختګ مومي.

د نړيوالې سوداګرۍ د نوبتي زياتوالي تر لارښوونې لاندې، په ۲۰۱۷م کال کې د چين د جي ډي پي د زياتوالي انډول ۶.۹٪ ته رسېدلی او د اټکل له مخې به دغه انډول په ۲۰۱۸م کال کې ۶.۶٪ ته ټيټ شي. د پولي څارنې کلکوالی او د بهرنيو اړتياوو کمښت د دغه ټيټوالي سبب ګرځي. اوسمهال چين کې د پيسو پړسوب انډول کابو دوه ٪ دی او د اټکل له مخې به دغه انډول ګام په ګام ۲.۵٪ ته لوړ شي.

دغه صندوق په دې نظر دی چې اوسمهال چين د تاريخ په کليدي زمانه کې دی. د څو لسګونو کلونو له چټک پرمختګ نه وروسته د چين د پرمختګ مرکزي ټکی د کيفيت لوړتيا ته بدل شوی دی. دغه بدلون به په راتلونکو څولسګونو کلونو کې د چين د پرمختيايي لارې لپاره کليدي اهميت ولري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای