CRI Online

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر: د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز له جوړولو څخه ټينګه ملاتړ کوو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-31 15:25:31

د سينهوا اژنس د خبر له مخې، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د جولای په ۳۰ مه نېټه په اسلام اباد کې په پاکستان کې د چين له لوی سفر ياو جينګ سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې د تحريک انصاف ګوند د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ له وړانديز څخه ملاتړ کوي او په ټينګه به د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز له جوړولو څخه ملاتړ وکړي.

عمران خان وويل چې د تحريک انصاف ګوند به واک ته تر رسېدو وروسته له چين سره په هره برخه کې همکارۍ وکړي تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په ټينګه او ژوره توګه پرمختګ ومومي.

ياو جينګ وويل چې چين او پاکستان تر منځ اړيکې هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې دي، چين د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د هغو څرګندونو ستاينه کوي چې په دې وروستيو ورځو کې يې د چين او پاکستان د اړيکو په اړه وکړې، چين غواړي د پاکستان له نوي حکومت سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو د ښه پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د روانې مياشتې په ۲۹ مه نېټه خبر ورکړ، چې د ملي شورا په ۲۷۰ څوکيو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ۱۱۵ څوکۍ ګټلې دي او ياد ګوند د دې هېواد لومړی لوی ګوند دی. ياد ګوند وروسته وويل چې دوی به ژر يو ګډ حکومت جوړ کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای