CRI Online

شانګهای د نړيوال مالي مرکز په توګه د خپل مقام د ټينګښت لپاره د ورخلاصون د پراختيا پر رڼا کې لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ پياوړی کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-05 19:55:07


د شانګهای ښار يوه څنډه


شانګهای د نړيوال مالي مرکز په توګه د خپل مقام د ټينګښت لپاره د ورخلاصون د پراختيا پر رڼا کې لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ پياوړی کوي. 

شانګهای په مالي ساحه کې د چين يوه ورخلاصه کړکۍ ده. د سږ کال له پيل راهيسې، شانګهای په مثبته توګه د ورخلاصون د پياوړتيا په اړه د چيني حکومت ژمنه پلې کړې او د خپل اقتصادي غوره والي پر بنسټ يې د مالي ورخلاصون او همکارۍ پر رڼا کې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کړی دی.

د شانګهای د نړيوال مالي مرکز ابادي د چين يوه ملي ستراتيژي ده. سږ کال په مالي ساحه کې د شانګهای د مرکزي رول د ټينګښت لپاره دغه ښار ځانګړې لايحه طرحه کړې او د شانګهای د نړيوال مالي مرکز د جوړولو نقشه او مهالوېش يې ټاکلی دی. د شانګهای د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ملي اقتصاد عمومي څانګې مشر ګوه يو وويل، تر اوسه پورې، اړونده لايحه د عملي کېدو په حال کې ده او مثبتې پايلې يې تر لاسه کړې دي. ده وويل: 

(( اوس په شانګهای کې د دوو ډلو ۲۳ ورخلاصې ازمويښتي پروژې شته او په دې جمله کې نهه پروژې د عملي کېدو په حال کې دي. بلخوا، د دريو مياشتو د ادارې له مخې د شانګهای د اومو نفتو د سپارښتنې بازار په نړۍ کې درېيم لوی بازار ګرځېدلی دی. له سږ کال راهيسې، د فليپين، عربي متحده اماراتو او سينګاپور په شمول ځينو هېوادونو او سيمو د بانکونو په منځ کې د پورونو په بازار کې د څه باندې څلور مليارډو يوانو په ارزښت د ژن مين بي پورونه نشرکړي دي چې دغه شمېر په همدې وخت د بانکونو په منځ کې د پورونو په بازار کې د ((پنډا پور)) د نشرولو په عمومي اندازه کې دوولس سلنه نيولې ده.))

د معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په شانګهای کې د نويو قراردادونو له مخې د بهرنيو پانګونو شمېر ۲۱مليارډو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸.۱٪ زيات شوی دی، او ورڅخه د پرمختګ د بيا سمسورتيا ښکاره لوری څرګندېږي. دغه راز، دغه ښار د پانګونو ثابتې سرچينې لري چې د المان او هالنډ په شمول د ځينو هېوادونو د هڅونو له امله په شانګهای کې د اروپا د پانګونې اندازه څه باندې څلوېښت سلنه لوړه شوې ده. سږ کال ۱۷ نړيوالو شرکتونو خپل مقرونه په شانګهای کې جوړ کړي دي او د لا زياتو مقرونو رولونه غني او سرمايه داره شوي چې له ادارې کولو او فرمان ورکولو، له پير او پلور، علمي څيړنې، د پيسو له ادارې او د خدمتونو له شريکولو څخه عبارت دي.

ښاغلي ګوه يو وويل، مالي ورخلاصون به د شانګهای د پرمختګ لپاره کليدي اهميت ولري. همدارنګه به شانګهای په مالي ساحه کې د ورخلاصون د لا پراخېدو لپاره هڅې وکړي. ده وويل،

(( لومړی عمده ټکی دا دی چې بايد په لا زياتو ساحو کې مالي ورخلاصون پلی شي. مثلاً د بانکي چارو ورخلاصون، د سهامي بازار ورخلاصون، د بيمو چارو ورخلاصون او اساسي عوامل لرونکی بازار بايد په لا لوړه کچه ورخلاصي شي او لا نژدې همکارۍ دې تر سره شي. دوهم ټکی دا دی چې د شانګهای د مالي بازار او چارو پرمختګ دې پياوړی شي. درېيم ټکی دا دی چې د مالي چارو د پرمختګ ترڅنګ دې مالي خطرونه کم شي. ))

د معلوماتو له مخې، د شانګهای د انرژيو د معاملو مرکز په هانکانګ کې ثبت شوی دی او په دې مناسبت به په راتلونکې کې بهرني پانګه اچوونکي په اسانه توګه د چين په دننه کې د سپارښتنې په معاملو کې برخه اخيستلی شي. دغه راز، د شانګهای د نړيوالو معاملو مرکز د تبادلې او همکارۍ څانګه د چمتوالي په حال کې ده او د اټکل له مخې به په درېيمه ربعه کې په رسمي توګه جوړه شي. بر سېره پردې، د يو کمربند او يوې لارې د معاملو مرکز د اتحاد جوړونې مرحله هم روانه ده. همدارنګه، د اګست په درېيمه لسيزه کې به د شانګهای مالي څانګه د هانکانګ او مکاو له اړوندو څانګو سره د مالي تګ راتګ او همکاريو د ژورتيا تړونونه لاسليک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای