CRI Online

"لوی سيند بهيږي ـــ د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند په اړه رپوټونه" د ان هوی ولايت په ان چينګ ښار کې د څای ځه جهيل پارک 

cri     (GMT+08:00) 2018-08-09 10:29:10

د څای ځي جهيل پارک د چين د ان هوی ولايت په ان چينګ ښار کې واقع دی، دغه پارک د يانګ ځه سيند ترڅنګ په يوه نمجنه ځمکه کې جوړ شوی او د حکومت لخوا ساتل کيږي. په دغه پارک کې ۷۳ ډوله مرغان اوسيږي چې پکې يو شمېر نادر مرغان هم شامل دي.

د تېرې پېړې په اومه او اتمه لسيزه کې د دې ځای چاپيريال د انسانانو لخوا ډېر خراب شوی و او د مرغانو شمېر ان ۲۰۰۰ ته راټيټ شوی و. وروسته يو ځايي اوسيدونکي وانګ سان يي د ځايي کليوالو په مشرۍ د نمجنو ځمکو د ساتلو لپاره يوه خاصه ولسي ټولنه جوړه کړه او له دې سره يې له ځايي حکومت سره په ګډه د دغه ځای د خرابوونکو کړو وړو مخه ونيوله چې په پايله کې يې ايکلوژيکي چاپيريال کې څرګند ښه والی رامنځته شو او او اوس دغه پارک په ژمي کې کابو د يو لک مرغانو د اوسيدو لپاره " جنت " جوړ شوی دی. له ۲۰۱۵ کال څخه راپدې خوا هر کال په دې ځای کې د مرغانو د کتلو فيسټيوال ترسره کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای