CRI Online

لرغون پېژندونکي د شي ځنګ په پيانګدونګا سيمه کې د يو قبر په کيندلو لګيا دي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 16:19:46

د چين د شي ځانګ په پيانګدونګا سيمه کې د يو مقبر د کيندلو په بهير کې يوه انداره قيمتي توکي پيدا شوي چې دوه زره کاله مخکې ښخ شوي وو. د سه چوان پوهنتون د تاريخ او کلتور پوهنځي رئيس هو وې چې د يادې لرغون پېژندونکې ډلې مشر هم دی، وويل چې موږ په يوه خټين لوښي او يوه لرګين قطي کې شکمن ږدن او چای پيدا کړي چې ښايي دوه زره کاله مخکې د چين د هان او جين په سلسلو کې ښخ شوي، او دغه راز يوه داسې ميسي هنداره هم په کيندلو کې تر لاسه شوه چې د منځنۍ اسيا ځانګړتيا لري. له دې څخه ښکاري چې چين ته د بوديزم له خپرېدو مخکې د پيانګدونګا سيمې او د هېواد د مرکزي سيمو ترمنځ راکړه ورکړه وه او په عين وخت کې دغه سيمه هم د شاو خواوو سيمو تر فرهنګي اغېزو لاندې راغلې وه.

پينانګدونګا د شي ځانګ د عالي ناحيې د ځادا ولسوالۍ په ساحه کې پرته ده او په شي ځانګ کې د بوديزم په اړه د ډيرې لويې سمڅې کنډواله ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای