CRI Online

وانګ يي: د يو کمربند او يوې لارې پلان د مارشال پلان نه دی، بلکې د بشري برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو تجربه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 11:11:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۲۳مه نېټه د مغولستان په پلازمينه اولان باتور کې د دغه هېواد له خارجه وزير دامدين تسوګتباتير سره په ګډه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د يو کمربند او يوې لارې پلان د چين لخوا نړۍ ته برابر شوی نړيوال عام خدمت دی، دا نه د مارشال پلان دی او نه هم د جيوپولتيکس ستراتيژيکي فکر دی. چين د يو کمربند او يوې لارې پلان له وړاندې کولو راهيسې تل په ګډه د بحثونو کولو، ابادۍ او د شريکو ګټو پر اصولو ټينګار کوي، شفافي، خلاصونکې او جامعې نظريې نيسي، د نړيوالو اصولو او د بېلا بېلو هېوادونو د قوانينو مراعات کوي، د چاپيريال تر ساتنې لاندې په دواملرونکې توګه معياري او د لوړ کيفيت لرونکې پروژې جوړوي او د دواملرونکو پانګو کارونو ته پاملرنه کوي. دا مهمې نظريې د چين لخوا د وړاندې شوي د ګډو ګټو پر بنسټ له خلاصونکې ستراتيژې سره يوه سرچينه لري او د بشري برخليک د ګډې ټولنې جوړولو لپاره د چين او د بېلا بېلو هېوادونو تجربې هم دې.

چين او مغولستان به څنګه د يو کمربند او يوې لارې پلان هڅونه وکړي؟ وانګ يي دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل چې چين او مغولستان ګاونډي هېوادونه دي او مغولستان د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په ترڅ کې د چين اصلي ملګری دی. دواړو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې او په دښتو کې د لارو جوړولو په هکله همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. چين د مغولستان د پرمختګ هدفونو او د خلکو وړتياوو ته په درنه سترګه ګوري او ورسره به په ګډه دغه پلان عملي کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای