CRI Online

د کاروما په نوم د اوبو په وسيله برېښناکوټ به د يوګانډا خلکو ته ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-26 20:01:48

د يوګانډا په شمال د کيرياندونګو د ويکتوريا جهيل د ويت نيلي سيند په لاندنۍ برخه کې د اوبو په وسيله د برېښنا ورکولو چارو په اړه چيني کارپوهانو له ځايي کارکوونکو سره يو ځای د کاروما په نوم د اوبو په وسيله د برېښناکوټ د ابادۍ د وروستي پړاو لپاره کوښښونه کوي چې په دغه هېواد کې تر اوسه پورې تر ټولو لويه پروژه ده. د دغې پروژې کارونه د ۲۰۱۳ کال په دسمبر مياشت کې په رسمي توګه پيل شوي چې په دې پروژه کې د ابادۍ پيسي پنځلس سلنه برخه د يوګانډا حکومت او نور ۸۵ سلنې برخه د چين د واردوونکي او صادروونکي بانک لخوا پور ورکول شوي. د دغې پروژې کارونه به د روان کال په پای کې بشپړ شي او په رسمي توګه به بريښنا ورکړي چې په ختيځه افريقا کې به د اوبو په وسيله تر ټولو لوی برېښنا کوټ وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای