CRI Online

د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه به له افريقا سره د همکارۍ نوي تدبيرونه صادر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 16:51:50

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال چيان که مينګ د اګست په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه چې ژر به پرانيستل شي، له افريقا سره د همکارۍ نوي تدبيرونه صادر کړي او د افريقا د داخلي پرمختګ د توان لوړوالي ته به پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل، چې له افريقا سره د چين د همکارۍ نوي تدبيرونه به د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ او تر ۲۰۶۱ کال پورې د افريقايي ليګ د پرمختګ له اجنډا او تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا او د بېلا بېلو افريقايي هېوادونو له پرمختيايي پلانونو سره وتړل شي.

چيان که مينګ دې ته اشاره وکړه چې د داخلي پرمختګ توان د افريقا د راتلونکي پرمختګ پريکړه کوونکی عامل دی. په نويو همکاريزو تدبيرونو کې به د افريقا د داخلي پرمختګ د توان لوړوالي ته پاملرنه وشي او له افريقا سره به د کسانو روزنې پياوړې شي. بر سيره پر دې، چين به له افريقايي هېوادونو سره د سوداګريزو همکاريزو سيمو د ابادۍ په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای