CRI Online

يانګ جيه چه د يونان له خارجه وزير نيکوس کوتزياس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 16:53:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو کميټې مدير يانګ جيه چه د اګست په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د يونان له خارجه وزير نيکوس کوتزياس سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې يانګ جيه چه وويل، دواړه خواوې بايد د نويو حالاتو پر وړاندې متقابل سياسي اعتماد ژور کړي، رښتينې همکارۍ دې پياوړې کړي، کلتوري تګ راتګ دې نژدې کړي، د نړيوالو او سيمه ييزو چارو همکارۍ دې پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د همکاريز يادښت د لاسليکېدو په رڼا کې دې خپلمنځي ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې نوې مرحلې ته ورسوي او د نوي ډول نړيوالو ارتباطو او د انساني ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې نوي خدمتونه وکړي.

کوتزياس وويل، يونان هيله لري چې له چين سره لا نژدې اړيکې ټينګې کړي او د يو کمربند او يوې لارې په همکارۍ کې نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای