د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د سپتمبر په څلورمه نېټه د پاکستان قراکولم سړک دوهم پړاو يعنې له حويلياڅخه تر ټاکوټ پورې د سړک عمده برخه په بنسټيزه توګه بشپړه شوه .د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د عمده پروژې په توګه د دې سړک په جوړېدو سره به د يادو دوو ځايونو ترمنځ د سفر موده تر زياتې اندازې پورې کمه شي او د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ لپاره به مثبت رول ولوبوي.
د دې سړک د دوهم پړاو پروژه د چين د ترانسپورټي ابادۍ د محدود شرکت له خوا جوړه شوې چې د پاکستان په شمال لويديځ خيبرپښتونخوا ايالت کې پروت دی او اوږدوالی يې ۱۱۸ اعشاريه ۱۲۴ کيلو متره دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |