CRI Online

د چين او پاکستان خارجه وزيران په لسو ګډو ټکو د نظر يوالي ته رسېدلي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-08 21:23:39

د سپتمبر په ۸مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په اسلام اباد کې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره په مطبوعاتي ناسته کې خبريالانو ته په خبرو اترو کې تر لاسه شوي هغه مهم لس ټکي چې پر نظر يوالي ته رسېدلي، معرفي کړل.

وانګ يي وويل، چې د پاکستان له نوي حکومت سره ارتباط نيول زما د دغه سفر موخه ده. له خارجه وزير قريشي سره پر لسو مهمو ګډو ټکو د نظر يوالی مو تر لاسه کړی دی.

لومړی، متقابل ستراتيژيک اعتماد او تګ راتګ بايد پياوړی شي.

دوهم، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره دې هڅې وشي.

درېيم، د دوه اړخيزې سوداګرۍ برابر پرمختګ دې وساتل شي.

څلورم، د توليد توان په برخه کې بايد همکاري پياوړې شي.

پنځم، په همکاريو کې بايد د خلکو ژوند چارو ته لومړيتوب ورکړل شي.

شپږم، د دفاع او امنيت همکاري بايد پياوړې شي.

اوم، د حکومتوالي او سياسي چارو په اړه د تجربو تبادلې بايد زياتې شي.

اتم، کلتوري تګ راتګ بايد پراخ شي.

نهم، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې بايد همکاري پياوړې شي او د افغانستان د روغې جوړې بهير لپاره دې ګډ کوښښونه وشي.

لسم، د چين او پاکستان ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې بايد نوې مرحلې ته ورسول شي، د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنه دې لا ټينګه او غښتلې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای