CRI Online

وانګ يي د پاکستان د پارلمان له مشر اسد قيصر سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-09 15:58:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په اتمه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې د دغه هېواد د پارلمان له مشر اسد قيصر سره وکتل.

په دغه کتنه کې وانګ يي لومړی د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مشر لي جان شو په استازيتوب ښاغلي قيصر ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړلې. وانګ يي وويل، د ملتونو دوستي د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ بنسټ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم خوځنده ځواک هم دی.

ښاغلي قيصر په دغه کتنه کې لومړی د وزير وانګ يي لخوا د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مشر لي جان شو ته نيکې هيلې وړاندې کړلې. نوموړي وويل، چې د پاکستان او چين اقتصادي دهليز هم د پاکستان د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ژورتيا او د دې سيمې د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دی. د پاکستان پارلمان د دغه دهليز له ابادۍ څخه پوره ملاتړ کوي او هيله لري چې د دغه دهليز د ابادۍ بهير چټک شي، په پاکستان کې د روزګار لا زيات فرصتونه رامنځته شي او لا زيات پاکستانيان ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای