CRI Online

په اروپايي ټولنه کې د چيني پلاوي مشر: اروپايي هېوادونه په فعاله توګه د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون ته سترګې په لاره دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-15 11:39:03

د اسيايي او اروپايي مشرانو د ۱۲ مې دورې غونډې د جوړولو پر مهال، په اروپايي ټولنه کې د چيني پلاوي مشر جانګ مينګ د اروپايي ټولنې رسنيو ته وويل، چې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د نوي پړاو لوړو سويو ورخلاصون لپاره ستره پريکړه ښکاره کړې او دا نړۍ ته د پرانيستو بازارونو په اړه د چين د ستر فعاليت ښکارندويي کوي.

هغه وويل چې اوس د ګردې کرې د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د راپورته کېدو او د اقتصاد نړيوال کېدا له ستونزو سره د مخ کېدو په حالاتو کې دي، دغه نندارتون په نړۍ کې د وارداتو په اړه لومړی ملي نندارتون دی، دا نه يوازې د وارداتو د زياتوالي لپاره ښه او ګټور دی بلکې د بهرنۍ سوداګرۍ متوازانې پراختيا لپاره اړيکې لا پياوړې کوي. دغه نندارتون د اقتصادي جوړښت د ښه والي او په لوړه سويه کې اقتصادي پرمختيا پياوړې کوي، همدارنګه دا د ښکلي ژوند په هکله د خلکو ورځ په ورځ د زياتيدونکو غوښتنو پوره کولو کې مرسته کولی شي. دغه نندارتون همدارنګه د ثبات په اړه د نړيوال بازار هيلې ښه والي سره همکاري کوي او د ورخلاصون په اړه د چين ټنګه باور او هوډ ښکاره کوي.

هغه زياته کړه چې د اروپا بېلا بېل هېوادونه په دې نندارتون کې ګډون ته سترګې په لاره دي. چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای کوښښ کوي. تر څو دغه د وارداتو نندارتون به د همکاريو يو پرانستونکي ډګر وګرڅي چې د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د خپلو پرمختياوو او لاسته راوړنې د ښکاره کولو او د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا په اړه به ډګر جوړ او رامنځته شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای