CRI Online

د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون په اړه د چين د سوداګرۍ وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خپاره شوي معلومات

cri     (GMT+08:00) 2018-10-29 14:55:46

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د چين د سوداګرۍ وزارت د چيني او بهرنيو رسنيو يوه ناسته جوړه کړه. د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو استازي او د وزارت مرستيال فو جه ينګ د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه معلومات خپاره کړل.

فو جه ينګ وويل، چې د چين د وارداتو لومړي نړيوال نندارتون جوړونه د چين د دولت رئيس له خوا وړاندې شوې او نړۍ ته يې اعلان کړی. دغه نندارتون به د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د چين د ودلت رئيس شي جين پينګ به د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او اړوند فعاليتونه به تر سره کړي. د شاو خوا يو سلو پنځوسو هېوادونو او سيمو سياسي مشران، صنعتي او سوداګريز استازي او د نړيوالو سازمانونو مسئولين به په دې نندارتون کې ګډون ولري.

فو جه ينګ وويل، د نومبر په ۴مه نېټه به شي جين پينګ او مېرمن يې د هرکلي مېلمستيا جوړه کړي. د نومبر د ۵مې نېټې په سهار به شي جين پينګ د نوموړي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا به وکړي او له چيني او بهرنيو مشرانو سره به د چين له غرفې څخه ليدنه وکړي. شي جين پينګ به د نندارتون پر مهال د نورو هېوادونو له دولتي او حکومتي مشرانو سره وګوري.

فو جه ينګ وويل، د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په نړۍ کې د دولت په کچه د وارداتو تر عنوان لومړی لوی نندارتون دی او له نندارتونونو او فورم څخه جوړيږي يعنې د هېوادونو نندارتون، د تصديو نندارتون او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم. د هېوادونو نندارتون د چين د وارداتو لومړي نړيوال نندارتون مهمه موضوع ده چې د ۸۲ هېوادونو او ۳ نړيوالو سازمانونو په ۷۱ غرفو کې به د برخوالو هېوادونو ملي بڼې، اقتصادي او تجارتي لاسته راوړنې او ځانګړي توليدات نندارې ته وړاندې شي. د چين په غرفه کې به د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه او د چين د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له امله نړۍ ته ورکړل شوي فرصتونه نندارې ته وښيي. د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو تر ۳۰۰۰ زياتې تصدۍ به د تصديو په نندارتون کې ګډون وکړي، د ښه کيفيت او ځانګړتيا لرونکي توليدات به راوړي او سوداګريز فرصتونه او همکارۍ به ولټوي.

فو جه ينګ وويل، رئيس شي جين پينګ څو څو ځله پر دې ټينګار کړی چې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون يو عادي نندارتون نه دی،بلکې د نړۍ د لومړۍ کچې په موخه دې جوړ شي. باور لرو چې دغه نندارتون به د بېلا بېلو هېوادونو د ملي بڼو د نندارې او د نړيوالې سوداګريزې همکارۍ صحنه او د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو عام ډګر وسيله وګرځي. موږ به له اړوندو خواوو سره همکارۍ او ګډ کوښښونه وکړو، څو چې دغه نندارتون په برياليتوب تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای