د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د هانکانګ د سوداګريز پرمختګ ادارې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې ۳۷ هانکانګي تصدۍ به د نومبر له پنځمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې په شانګهای کې د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي او له دې لارې به برخوالو ته د هانکانګ غوره توليدات وښيي او په اسيا کې د نړيوال سوداګريز ډګر په توګه د هانکانګ غوره والی به معرفي کړي
د معلوماتو له مخې د هانکانګ حکومت به د چيني توليداتو د ښودلو په خونه کې هانکانګي غرفه جوړه کړي او پکې به د بېلا بېلو ځايونو ګډون کوونکو او سوداګرو ته هانکانګي توليدات او خدمتونه به معرفی کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |