CRI Online

د شي ځانګ په جي لونګ کې د سرحدي سوداګريزو راکړو ورکړو بازار پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 09:38:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د شي ځانګ کورواکې سيمې د جي لونګ ولسوالۍ په جي لونګ علاقدارۍ کې د جي لونګ د سرحدي سوداګريزو معاملو نړيوال بازار پرانيستل شو چې د دغه بازار عمومي پانګونه ۴۲ مليونه ۵۰۰ زره يوانه ده او مساحت يې ۱۲ زره متره مربع دی.

د جي لونګ ولسوال هو هونګ وويل، جي لونګ ولسوالي په يو کربند او يوه لاره کې جنوبي اسيا وچې ته د ورتګ يو مهم مسير دی، جي لونګ بندر د چين او نيپال ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ د ځمکنۍ لارې مهم تمځای دی. د جي لونګ د سرحدي سوداګريزو معاملو نړيوال بازار به سرحدي سوداګرۍ او سرحدي سيلانۍ کې د پرمختګ لامل شي.

د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د جي لونګ بندر له لارې د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي اندازه ۷۵۳۳۲ ټنه وه چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۸٪ زياته شوې او عمومي ارزښت يې ۱ مليارډ ۳۸۷ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۸۳٪ زيات شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای