د سينهوا اژانس خبريال د اکتوبر په ۳مه نېټه د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون له مطبوعاتي غونډې څخه د تر لاسه کړو معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې د چين د وارداتو دوهم نړيوال نندارتون د پانګونې جلولو عمومي پلان ټاکل شوی.
د چين د واردارتو نندارتون د ادارې مرستيال سون چنګ های وويل، چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د وارداتو د دوهم نندارتون تر چوکاټ لاندې د تصديو په نندارتون کې د ګډون لپاره د نوم ثبتولو کارونه پيل شوي. تر اوسه پورې د زياتو هېوادونو او سيمو تصديو د ګډون غوښتنليکونه وړاندې کړي او ځينو تصديو تړونونه لاسليک کړي دي. دغه راز د وارداتو د دوهم نړيوال نندارتون د پانګونې جلبولو عمومي پلان ټاکل شوی چې د نندارتون عمومي پيمانه، موده، د توکيو ډولونه او د غرفو بيه له لومړۍ دورې سره ورته دي.
د وارداتو د دوهم نړيوال نندارتون په اړه د تصديو په نندارتون کې به د تجهيزاتو، مصارفو، خوراکي موادو، روغتيا او خدمتي چارو په شمول ۵ برخې شاملې وي. د مصارفو په برخه کې به د تکنالوژۍ او ژوند غرفه، د ښه کيفيت ژوند غرفه او د موټرونو غرفه نندارچيانو ته پرانيزي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |