CRI Online

شي جين پينګ د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 10:28:21


رئيس شي جين پينګ د وينا په حال کې

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د نوښت او شموليت په مټ د پرانيستې نړيوال اقتصاد جوړولو تر عنوان لاندې يې يوه مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د ۱۷۲ ګډون کوونکو هېوادونو،سيمو او نړيوالو سازمانونو او د ۳۶۰۰ تصديو تود هرکلی وکړ او د بېلا بېلو هېوادونو له دوستانو څخه يې وغوښتل چې د چين د پرمختګ له فرصت څخه په استفادې سره خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزه همکاري پياوړې کړي تر څو ګډه سمسورتيا او پرمختګ ومومي.

د اټکل له مخې،څه د پاسه ۴۰۰ زره چيني او بهرني پيرودونکي به د معاملې لپاره په ياد نندارتون کې ګډون وکړي.


دا د پرانيستونکو مراسمو له پيل وړاندې له بهرنيو مشرانو سره د شي جين پينګ ګډ انځور دی


رئيس شي جين پينګ د وينا په حال کې


رئيس شي جين پينګ د وينا په حال کې

 

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای