د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه ورخلاصون او همکارۍ پياوړې کړي تر څو ګډ پرمختګ وموندل شي.
شي جين پينګ وويل چې اوس نړيوال اقتصاد له بدلونونو او د اقتصاد نړيوال کېدل له خنډونو سره مخامخ دی او د ځاني سوداګرۍ ساتنه او يو اړخيزم هم مخ په زياتېدو دی. څو اړخيزم او ازاد تجارتي سيسټم اغېزمن شوی او ډېر ناثابت اصول لاهم شتون لري. نو نړيوال بايد عمومي حالات وپېژني او د ورخلاصې او همکارۍ اعتماد پياوړی کړي او په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د اقتصاد نړيوال کېدل د نه بدليدونکي تاريخي رجحان دی. ورخلاصون او همکاري د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا مهم خوځنده ځواک دی، د ثابت نړيوال اقتصاد د بيا رغونې حقيقي اړتيا او د بشري ټولنې د دوامداره پرمختګ لپاره د زمانې غوښتنه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |