CRI Online

د چين حکومت د شانګهای په شمول ځينو ځايونو کې د ورخلاصون د پراخوالي لپاره درې تګلارې خپرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:34:58

د چين حکومت د نومبر په پنځمه نېټه د شانګهای په شمول ځينو ځايونو کې د ورخلاصون د پراخوالي لپاره درې تګلارې خپرې کړې.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شانګهای کې وويل چې چين به د شانګهای د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتې سيمې بله نوې سيمه جوړه کړي او د پانګونو او سوداګرۍ د ازادېدو او اسانېدو په موخه د ګټورو تجربو د راغونډولو لپاره به شانګهای وهڅوي ،د دې ترڅنګ د شانګهای د ونډو معاملو په مرکز کې د علمي نوښت برخه به جوړه کړي او د شرکتونو د نومونو ثبتولو په اړه د نظام د پلې کولو ازموينه به پيل کړي ،د نړيوال پولي مرکز او د علمي نوښت مرکز د ابادولو لپاره به له شانګهای څخه ملاتړ وکړي او د شانګهای ښار، جه جيانګ او جيانګ سوو ولايتونو په شمول د يانګ ځه سيند په غاړه د پرتو سيمو له يو ځای کېدو او پرمختګ څخه به هم ملاتړ وکړي او اړوند پرمختيايي پلان به پر دولتي ستراتيژۍ بدل کړي،د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ، د بېجينګ، تيان جين او هه بۍ ولايت ترمنځ د ګډ پرمختګ ، د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ ، د ګوانګ دونګ ولايت،هانکانګ او مکاو ترمنځ د لوی خليج سيمې د جوړولو له لارې به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون جوړښت بشپړ کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای