CRI Online

د شانګهای اړونده څانګه به غير دولتي تصديو ته د لسو مليارډو يوانو په ارزښت درې امتيازونه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:37:31

د شانګهای اړوندې څانګې د نومبر په درېيمه نېټه په رسمي توګه د شخصي اقتصاد د خوځنده ځواک د زياتوالي او د شخصي اقتصاد د سالم پرمختګ د پرمخبيولو په هکله سند خپور کړ چې له مخې به يې غير دولتي تصديو ته د لسو مليارډو يوانو په ارزښت درې امتيازونه ور کړي.

دغه درې سوغاتونه په جلا جلا توګه دا دي : لومړی د هغو شرکتونو له خوا د ستونزو او مشکلاتو د لېرې کولو لپاره به چې اوس د ونډو بازار ته داخل شوي،د لسو مليارډو يوانو صندوق جوړ شي او په بازاري او قانوني لارو چارو به د غوره غير دولتي تصديو لپاره پانګه واچول شي.دوهم پولي اورګانونه به منځنيو او کوچنيو شخصي تصديو ته پورونه زيات کړي او يادو غوره تصديو ته به لس مليارډ يوانه پورونه برابر کړي.درېيم ګام په ګام به د منځنيو او کوچنيو تصديو له خوا د پيسو راغونډولو د ضمانت پيمانه لس مليارډو يوانو ته زياته شي تر څو نه يوازې منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ بلکې لويې شخصې تصدۍ هم ترې ګټې واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای