CRI Online

چين به د درنې جريمې د نظام له مخې د قانون ضد کسانو ته سختې سزاوې ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:42:32

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې وويل چې د چين حکومت به د ښې سوداګريزې فضا د برابرولو لپاره له قانون سره سم د بهرنيو سوداګرو پر حقه حقونو په تېره د پوهنې ملکيت پر حق تېری کوونکو ته سزا ور کړي تر څو د پوهنې ملکيت حق د څارنې کيفيت او مؤثريت لوړ کړي او د درنې جريمې د نظام د پلې کولو له لارې د قانون ضد کسان سختې سزاوې وويني.

هغه وويل چې د چين حکومت به د بهرنيو سوداګرو د پانګونې په اړه د قوانينو جوړونه چټکه کړي او اړوند علني او روڼ قانوني سيستم به بشپړ کړي او په هر اړخيزه توګه به له کورنيو پانګوالو سره يوشان بهرنيو پانګوالو ته د امتيازونو ور کولو په اړه او د منفي لېست په تړاو اداري نظامونه پلې کړي،د نړيوالو سوداګريزو عادتونو درناوی به وکړي او د چين په دننه کې بېلا بېلو تصديو ته به بې توپيره پاتې نه شي .د دې ترڅنګ هغه هم له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې خپلو موجودو مسئلو ته پاملرنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای