CRI Online

شي جين پينګ: د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوال سوداګريز پرمختګ په تاريخ کې يو لارښوونکی کار دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 11:46:33

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې وويل چې تر اوسه د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د وارداتو تر عمده عنوان لاندې د دولت په کچه لوی نندارتون دی او د نړيوال سوداګريز پرمختګ په تاريخ کې يو لارښوونکی کار دی.

د ده په اند د دې نندارتون جوړونه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوي پړاو کې يوه لويه تګلاره ده او نړيوالو ته د چيني بازار د لاخلاصولو لپاره ستر تدبير هم دی. له دې څخه له څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم څخه او د ازادې سوداګرۍ له پرمخبيولو څخه د چين ملاتړ او د خلاص نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه د ملاتړ لپاره د چين رښتينې کړنې ښکاري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای