د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په چين کې د ماليزيا سفارت د وزيرمختار په کچه د سوداګرۍ اتاشې رازيدا رازاق په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د چين د وارداتو لومړي نړيوال نندارتون له جوړېدو څخه څرګندېږي چې چين به بازارونه نورهم پرانيزي او د اقتصاد د نړيوال کېدو او د ازادې سوداګرۍ به ټينګ ملاتړ وکړي.
رازاق د سي ار ای راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې د ماليزيا د نړيوالې سوداګرۍ او د صنعتي چارو وزير داريل لېکينګ به د دغه هېواد د ۸۰ تصديو په مشرۍ په ياد نندارتون کې ګډون وکړي.هغه زياته کړه چې له ۲۰۰۹ کال څخه چين د ماليزيا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی.ماليزيا هيله لري چې د دې نندارتون څخه په استقادې سره چين ته خپل صادرات نورهم ډېر کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |