د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې د روسيې له صدراعظم ديميتري ميدويديف سره وکتل.
شي جين پينګ وويل، اوس چين او روسيه د هېوادونو د پرمختګ په مهمه مرحله کې دي، په ډېر پېچلي نړيوال چاپيريال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو او د ستراتيژيکې همکارۍ ساتنه ډېره مهمه ده. دواړه خواوې بايد د انرژۍ، زراعت، بانکي چارو او تخنيکي نوښت په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، ځايي او کلتوري تبادله زياته کړي او د سږکال او راتلونکي کال د چين او روسيې د ځايي همکاريو د تبادلې کال په بريالي ډول تر سره کړي.
ميدويديف وويل، ډېر خوشحاله يم چې د چين د لومړۍ دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کوم. له چين څخه مننه کوم چې روسيې ته يې په دې نندارتون کې د يو مهم مېلمه هېواد په توګه د ګډون بلنه ورکړي، دا د چين لخوا د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيکو ته د ډېر پام څرګندويي کوي. په راتلونکې کې به روسيه هر کال په دې نندارتون کې ګډون وکړي. روسيه غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، په نړيوالو چارو کې همغږي او همکارۍ وکړي، نړيوال مقررات او نړيواله سوله او ثبات وساتي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |