CRI Online

شي جين پينګ له بهرنيو مشرانو سره د چين له لومړی نړيوال وارداتي نندارتون څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 20:58:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې د چين د لومړی نړيوال وارداتي نندارتون له برخوالو بهرنيو مشرانو سره د ياد نندارتون له بېلا بېلو غرفو څخه ليدنه وکړه.

د همدې ورځې په غرمه، شي جين پينګ له بهرنيو مشرانو سره په ګډه د دولتي سوداګرۍ او پانګونې مجموعي نندارتون په تالار کې د هنګري، مصر،بريتانيا، چک، کينيا، السلوادور، دومينيکن، لاوس، ګرجستان، ويتنام، پاکستان او روسيې په شمول د يو شمېر هېوادونو له غرفو څخه ليدنه وکړه او د بېلا بېلو هېوادونو د سوداګريزو برياليتوبونو او ځانګړو توليداتو معلومات يې تر لاس کړل. د ګرجستان او ويتنام صدراعظمانو په جلا جلا توګه شي جين پينګ ته د خپلو هېوادونو کرهنيز توکي او سيلانيزې پروژې معرفي کړې. د روسيې په غرفه کې شي جين پينګ د ميدويديف په ملګرتيا د اټومي برېښنا، طبيعي ګازو، د الوتکو توليد او سيمه ييزو راکړو ورکړو په برخو کې د چين او روسيې ترمنځ په همکاريو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات واورېدل.

ورپسې شي جين پينګ د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د چين ملي غرفې ته ولاړ. د چين په غرفه کې د اصلاحاتو او ورخصلاون ډېر برياليتوبونه او نورو هېوادونو ته د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې برابر شوي فرصتونه نندارې ته وړاندې شوي. چيني او بهرنيو مشرانو په ګډه د چين د پرمختګ په اړه ويډيو وکتله.

د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو له دې امله له چين څخه مننه وکړه چې د کوربه هېواد په توګه يې د نندارتون له ګډون کوونکو هېوادونو څخه ملاتړ کړی، د چين د پرمختګونو ستاينه يې وکړه او هيله يې وښودله چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون بريالی شي. دوی وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه د چين د ورخلاصون رويه او دا په ډاګه شوي چې چين لوی مسووليت منونکی هېواد دی. دوی د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د شي جين پينګ وينا ته مهم ارزښت ورکړ او ورسره موافقه وکړه. دوی څرګنده کړه چې چيني بازار ته په درنه سترګه ګوري، د چين د پرمختګ پر راتلونکې باور لري او هيله لري چې له چين سره دوه اړخيزې سوداګرۍ پياوړې کړي او د نړۍ د ازادې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای