د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د فرانسې څو لوی شرکتونه چې د نړۍ په مخکښو ۵۰۰ مقامونو کې شامل دي، په دې نندارتون کې برخه لري. د اوريال سوداګريزه نښه چې چينايان ورسره اشنا دي، هم په دغه نندارتون کې ګډون لري.
د دې شرکت اجرائيوي مشر جين پاول اګون په همدې ورځ د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې رئيس شي جين پينګ وويل، اصلاحات او ورخلاصون د چين يوازينی نمايش نه دی، بلکې د مختلفو هېوادونو کورس دی، اوريال له دې سره موافق دی.
هغه وويل، موږ وليدل چې چين په تېرو څو کلونو کې د تجارتي چاپېريال د ښه والي او په چين کې له بهرنيو تصديو څخه د ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي، موږ د چيني بازار د راتلونکې په اړه پوره باور لرو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |