د بلومبرګ نيوز عمومي مدير جان مايکلتوېټ د نومبر په پنځمه نېټه د هونګ چياو په نوم د مالي او اقتصادي رسنيو او کارپوهانو په نړيوال فورم کې وويل، چې ورخلاصون به ښه وي که د تړلو سياست ؟ په دې هکله تاريخي درسونه ډېر واضح دي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلی و چې موږ دې پرانيستي او ازاده اقتصادي وده رامنځته کړو. په اوږدې مودې کې د نړيوال کېدو بهير حتماً بريالی کيږي، خو په لنډه موده کې ښايي داسې و نه شي او ښايي نېشنليزم او پروتېکنيزم رامنځته شي. اوسمهال د نړيوالې ازادې سوداګرۍ د مشرۍ د نشته والي په وخت کې د چين رول ضروري ښکاريږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |