CRI Online

نړيوالې ټولنې د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د وينا لوړه ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 15:47:05

د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه چې د نړيوالې ټولنې لخوا تر ډېره وستايل شوله.

په چين کې د پاکستان د سفارت د ساينس او تکنالوژۍ پخوانی مستشار او د تکنالوژۍ ملي پوهنتون د چين د برخې انسټېټيوټ مرستيال مشر ضمير اعوان له رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی چې چين به خپل بازار لاخلاص کړي او خپلو بازارونو ته د ننوتلو شرايط به نرم کړي چې دا د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره تر ټولو قوي ملاتړ دی.

د مصر يوم ۷ اوونيزې مجلې په پنځمه نېټه يوه ليکنه خپره کړه چې عنوان يې دی د شانګهای وارداتي نندارتون : ۱۷۲ هېوادونه، ۳۶۰۰ تصدۍ او ۴۰۰زره کسان . په دغه ليکنه کې د رئيس شي جين پينګ د وينا ځينو برخو ته اشاره شوې او د نړيوالې ازادې سوداګرۍ او د نړيوال بازار د پرمختګ لپاره د چين پر ګامونو تمرکز شوی دی.

د ايران د شهيد بهشتي پوهنتون د سيمه ييزو موضوعاتو انسټېټيوټ مرستيال پروفيسر محسن شريعتيان په پنځمه نېټه له رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، چې د وارداتي نندارتون جوړول د چين د نويو اقتصادي تګلارو دوام او غزول دي او موخه يې نړۍ ته دا پيغام ورکول دي چې چين به خپل ورخلاصون ته دوام ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای