CRI Online

شن های شيونګ : له وارداتي نندارتون څخه پر ورخلاصون د چين ټينګ هوډ څرګنديږي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 16:23:10

د چين سي ام جي (د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن) مشر شن های شيونګ د نومبر د پنځمې نېټې په ماسپښين په شانګهای کې د هونګ چياو د پولي او اقتصادي رسنيو او کارپوهانو په نړيوال فورم کې د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وينا يو شمېر په زړه پورو جملو په انټرنيټ کې ډېره توده څپه راپورته کړې او د ډېرو خلکو لخوا ستايل شوې دي.

شن های شيونګ په خپلو خبرو کې وويل، رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د ورخلاصون په اړه د چين تګلارې بيان کړي او له نړۍ سره د ګډو ګټو د موندلو په اړه يې خپل صادقانه نيت ښودلی دی. شي جين پينګ په خپله وينا کې د استعارې په ډول يو شمېر په زړه پورې کليمې او جملې ويلې دي او په انټرنيټ کې يې توده څپه راپورته کړې او د ډېرو خلکو لخوا ستايل شوې دي. د چين دا وارداتي نندارتون په نړۍ کې لومړنی نړيوال نندارتون دی چې د وارداتو پر موضوع دايريږي،دغه نندارتون پر ورخلاصون د چين د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي، نړۍ ته يې د چين د بازار د خلاصولو پيغام ورکړی او د چين هغه صميمي نيت يې ښودلی دی چې له نورو سره د خپلې ودې فرصتونه شريک کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای