CRI Online

د LEGO اجرائيوي مشر:په چين کې به په پر له پسې توګه پانګونې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 10:52:34

له ۵۰۰ غوره نړيوالو تصديو څخه د ډنمارک د لوبتکو شرکت يعنې د ليګو ګروپ اجرائيوي مشر نيلس کريستسانسن د نومبر په ۶مه نېټه په شانګهای کې وويل چې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره په زړه پورې وه.په تېره بيا د ورخلاص نړيوال اقتصاد د رامنځته کېدو،د لومړۍ کچې نړيوال سوداګريز چاپيريال د برابرولو او په چين کې د بهرنيو تصديو د قانوني حقونو د ساتلو په اړه د رئيس شي جين پينګ ژمنو په چين کې د پانګې اچونې په دوام کې ليګو ګروپ ته پوره ډاډ او باور ورکړی دی.موږ به په پر له پسې توګه په چين کې پانګونه وکړو څو لازيات چيني ماشومان خوشحاله کړو.

ښاغلي نيلس وويل چې د ياد نندارتون په ترڅ کې به ليګو ګروپ ۲ ځانګړې لوبتکې وړاندې کړي .دا د چين د پسرلني جشن د نمانځلو لپاره چمتو شوې دي.دا لومړی ځل دی چې LEGO د يو ځانګړي هېواد يا سيمه ييز بازار لپاره محصولات جوړ کړي دي.له دې څخه څرګندېږي چې LEGO چيني بازار ته په درنه سترګه ګوري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای