CRI Online

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې لمانځنه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 10:32:17

د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې د لمانځنې غونډه د ډسمبر په اتلسمه نېټه سهار په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون او مهمه وينا کوي.

د ۱۹۷۸ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه تر سره شوه او پکې هغه تاريخي تګلاره جوړه شوه چې مرکزي ټکي يې د اقتصاد ابادول دي او همداغه وخت راهيسې اصلاحات او ورخلاصون لړۍ روانه ده. له ۴۰ کلونو راهيسې د چين عمومي ځواک تر زياتې اندازې پورې پياوړی شوی او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت کلنی پرمختيايی انډول په سلو کې ۹.۵ زيات شوی، د هر تن په سر عايد ۲۲.۸ برابره زيات شوی او د بې وزلو کسانو شمېر ۷۴۰ مليونه کم شوی دی.دغه راز په مسلسلو څو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د چين خدمتي ونډه په سلو کې له دېرشو څخه اوښتې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای