CRI Online

د فو شينګ په نوم اورګاډي د ۲۰۱۹ کال لپاره د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د ليږد راليږد لومړۍ دنده پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 10:50:02

د جنورۍ ۲۱مه نېټه د ۲۰۱۹ کال لپاره د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د ليږد راليږد لومړۍ ورځ وه او د همدې ورځې تر غرمې وروسته په يوې بجې او پنځلسو دقيقو په بېجينګ کې

G4215د فوشينګ په نوم اورګاډي د دې ښار له جنوبي سټېشن څخه حرکت وکړ.دا لومړی ځل دی چې د پسرلني اختر په موده کې د فوشينګ په نوم اورګاډی د مسافرو د ليږدولو خدمت ته وړاندې شوی چې په پايله کې يې مسافرينو ته د سفر اسانتياوې برابرې کړې دي.د سږني پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د ليږد راليږد په لومړۍ ورځ کې د ليږدول شويو مسافرينو عمده برخه زده کوونکي وو.

د سږني پسرلني اختر په موده کې د اورګاډي په وسيله د مالونو او مسافرينو د ليږد راليږد توان پياوړی شوی او اندازه يې په سلو کې پنځه اعشاريه درې زياته شوې ده او د دې ترڅنګ د ياد اختر لپاره د ۴۶۸۳ کيلو مترو په اوږدوالي د اورګاډي نوی لاينونه پرانيستل شوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای