CRI Online

شي جين پينګ : چين به په ټينګه سره د المپيک هغه ډول ژمنۍ لوبې جوړې کړي چې د واورو په شان پاکې او سپينې وي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-01 12:22:11

د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو ته څه باندې درې کلونه پاتې دي، د المپيک نړيوالې کمېټې رئيس ټوماس باح پدې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې د دغو لوبو له ځايونو څخه لېدنه وکړه او دغو لوبو ته يې د چين لخوا د چمتو کېدونکو چارو د ترسر کولو وضعيت وڅاره. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۳۱ مه نېټه په بېجينګ کې له باح سره د کتنې پر مهال هغه ته وويل، چې چين به په ټيګه سره د المپيک هغه ډول ژمنۍ لوبې جوړې کړي چې د واورو په شان پاکې او سپينې وي.

(( خبر يم چې تاسو پدې دوو ورځو کې ډېرو ځايونو ته تللی وې، هاربين ښار ته تللی وې او هلته دې له کنګلونو څخه د جوړ شوو څراغونو ننداره کتلې وه. همدارنګه تاسو د المپيک ژمنيو لوبو له ځايونو څخه هم لېدنه کړې وه، چونګ لي ته تللی وې او شو ګانګ سيمې ته هم، د دغو ځايونو په اړه ستاسو ارزونه د دوی لپاره لوی تشويق دی.))

شي جين پينګ له باح سره د کتنې په ترڅ کې هغه او د المپيک نړيواله کمېټه وستايله چې له اوږدې مودې راهيسې يې د چين د المپيک لوبو او سپورتي چارو له پرمختګ څخه ملاتړ کړی او د سپورت او المپيک لوبو له لارې يې نړيواله سوله او وده هڅولې ده. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين په بېجينګ کې د المپيک ژمنيو لوبو جوړولو ته ډېره پاملرنه کوي او ورته يې د چمتو کولو چارې په سالمه توګه روانې دي.

((لکه څنګه چې ما پخوا ويلي وو، چين خو هوډ کړی چې د کوربه هېواود په توګه د راتلونکې دورې د المپيک ژمنۍ لوبې جوړې کړي، نو هرومرو به نړيوالو ته د المپيک په زړه پورې ژمنۍ لوبې وښيي. هيله من يم چې تاسو دغو لوبو ته زموږ د تيارۍ چارو په اړه خپل قيمتي وړانديزونه وړاندی کړې.))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې په يو هېواد کې د ورزش د سراسري کولو او د سپورتي چارو په اړه نړيوالې همکارۍ کې د هغه د برخه اخيستلو کچه د دغه هېواد د عصري کېدو يوه مهمه نښه ده. د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د چينايانو روغتيا ډېره ښه شوې ده. چين ډېر پخوا د المپيک لوبو په لومړيو کې ګډون ونه کړ، خو اوس يې لوبغاړو د دغو لوبو په زياتو سياليو کې ښې نمرې ګټلې دي چې دا د چين د برخليک او قوت د پرمختګ يوه مهمه نښه ده. د يخ لوبو مروجول او د خلکو د روغتيا ښه کول د چين له پرمختيايي موخو سره سمون لري. په بېجينګ کې به د المپيک ژمنيو لوبو ترسره کول د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د سپورتي همکارۍ د پياوړتيا لپاره نوی فرصتونه برابر کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د المپيک ژمنيو لوبو د جوړولو په اړه د چين مفکوره په ګډه سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو، د هغه ډول اقتصادي پرمختګ د هڅولو چې چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي او د فساد ضد مبارزې په برخه کې زموږ له هلو ځلو سره سمون لري. سپورتي تبادله ورځ تر بلې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين په تګ راتګ کې يوه برخه جوړوي. د چين حکومت د لوبغاړو لخوا د تحريکوونکو درملو له خوړلو سره ټينګ مخالفت کوي، زما په اند، دا مهمه نه ده چې چيني لوبغاړي د سيالي په مېدان کې مډال و نه ګټي، خو بايد د المپيک د روحيې په ميراث اخيستلو کې طلايي مډال وګټي، د قانون په متابعت کولو کې بايد طلايي مډال وګټي او يو سپيڅلی مډال دې خپل کړي. چين به په ټينګه سره د المپيک هغه ډول ژمنۍ لوبې جوړې کړي چې د واورو په شان پاکې او سپينې وي.

باح چين ته پدې سفر کې په وار سره په جانګ جيا کو ښار او د بېجينګ په يان چينګ سيمه کې د المپيک ژمنيو لوبو له ځايونو څخه لېدنه وکړه او پکې يې د اړوندو تاسيساتو د جوړولو وضعيت وڅاره. نوموړی وايي، هغه پوره باور لري چې چين به د المپيک په زړه پورې ژمنۍ لوبې جوړې کړي.

((چين د ۲۰۲۲ کال لپاره د المپيک ژمنيو لوبو ته د چمتو کولو په بهير کې فعاله رويه او لوړ موثريت ښودلی چې راته يې ډېرې ژورې خاطرې پرېښې دي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای