CRI Online

شي جين پينګ سره له دې چې د هېواد مشر دی، د ماشومانو ملګری هم دی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-07 15:42:29

شي جين پينګ د کوچنيانو په وړاندې وايي چې دی د کوچنيانو لوی ملګری دی. هغه د کوچنيانو د ودې او ښوونې مسئلو ته پاملرنه کوي او په زياتو ځايونو کې يې له کوچنيانو سره د حال احوال خبرې او هيلې شريکې کړې. هغه چې کله د خپلو مورنۍ سيمې مکتب ته لاړ ، ويې ويل چې په مکتب کې مشر نه شته، بلکې ټول شاګردان يو. هغه د استاذانو درناوی کوي، د استاذانو له ښوونې څخه مننه کوي، هغه استاذان وهڅول او ويې ويل چې تاسو په چين کې د ښوونيزو چارو د پرمختيا په ترڅ کې صميمي ځواک ګرځيدلي دي.

(اواز) زه په دې فکر کوم چې بايد ځان ته څه غوره کړم؟ زه د لوی ملګري په توګه د جون د لومړۍ نيټې يعنې د ماشومانو جشن د رارسيدو په وخت کې ماشومانو ته مبارکي وايم او هيله لرم چې په ټول هېواد کې د بېلا بېلو قومونوکوچنيان او ماشومان خوشحاله واوسي!

د ۲۰۱۳ کال د ماشومانو د نړيوال جشن په درشل کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميتې عمومي منشي شي جين پينګ د ماشومانو د يو لوی ملګري په توګه د ټول هېواد کوچنيانو او ماشومانو ته د جشن مبارکي څرګنده کړه. کوچنيتوب د هر تن په ټول ژوند کې تر ټولو ارزښتناک وخت دی. شي جين پينګ د کوچنيتوب په وخت کې د خپل ژوند حالونه له کوچنيانو سره شريک کړل او ويې ويل چې د ودې په بهير کې يې په خبرو کې اصول او استدلال شامل و او کوچنيان د دغو خبرو له اوريدلو وروسته ورو ورو د هغو پر ارزښت پوه شول. د ۲۰۱۴ کال د ماشومانو د نړيوال جشن له رارسېدو مخکې شي جين پينګ د بېجينګ د های ديان په سيمه کې له قومي ابتدائي ښوونځي څخه د ليدنې په وخت کې د خپل ماشومتوب کيسې وکړې او ويې ويل. (اواز)

شي: د چين د مخکښو ماشومانو په ډله کې مې د شاملېدو په وخت کې ډېر په زړه پورې احساس وکړ . آيا تاسو هم دغه احساسات درلودل؟

ماشومان: هو! موږ هم په زړه پورې احساس درلود.

شي: ولی مو داسې احساس وکړ؟ ځکه چې دا يو وياړ دی. زه ستاسو په مخونو کې د وطن او ملت هيلې کتلی شم. په ياده ډله کې د شاملېدو وخت لوړې ته ورته دی چې هر وخت چمتو کېږي او په راتلونکې کې به د وطن ابادۍ ته دوام ورکړی شي.

ماشومان په دې وخت کې خپل وطن ته د خدمت کولو لپاره د هلو ځلو په اړه خطونه ليکي، په دې هکله شي جين پينګ وويل (اواز)

زه له کوچنيتوب څخه د دغو خطونو تر اغيزې لاندې وم، کله چې زه څلور يا پنځه کلن وم، زما مور ما ته د کارتون کتاب واخيست او په لرغونې چين کې د غښتلي قومندان يوی فې کيسه يې ما ته ويلې. د يوی فې مور د خپل زوي پر شا باندې هغه خطونه په چاړې حکاکي کړي چې پکې ويلي يې دي خپل وطن ته د زړه له کومې خدمت وکړي. ما د دغې کيسې له اوريدلو وروسته له مور څخه پوښتنه وکړه چې پر شا باندې د چاړې په وسيله حکاکي کولو درد درلود؟ زما مور ما ته ځواب راکړ چې که څه هم ډېر درد و، خو يوی فې به دغه جمله په دايمي توګه په ياد ولري. زه تر اوسه لا هم دغه کيسه يادوم او دغه جمله هم زما لپاره د ټول ژوند هدف دی.

چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې هر کال د ماشومانو د نړيوال جشن په موده کې د کوچنيانو لوی ملګري شي جين پينګ د ماشومانو د روزنې د مرکزونو، يتيمانو او معيوبو ماشومانو د روزنې په شمول ځايونو کې له ماشومانو سره يو ځای دغه جشنونه نمانځي او د ټول هېواد ماشومانو ته يې خپلې هيلې څرګندې کړې چې د ماشومانو په ذهن کې د ارزښتناکو يادونو په توګه پاتې شوې دي او د نوې زمانې ماشومانو د شي جين پينګ دغه ګرمي او په زړه پورې شيبې او هيلې هم ريکارډ کړې. شي جين پينګ وويل (اواز)

دا ډېره مهمه ده چې کوچنيان قوي دي. تاسی بايد له کوچنيتوب څخه ټينګې روحيې وساتي. د هېواد پرمختيا د نسل په نسل غښتلو استعداد لرونکو کسانو ته اړتيا لري. تاسې د مخکې نسل په پرتله قوي يئ، زموږ هېواد به ورځ په ورځ پياوړی شي. کوښښ کوئ! ماشومانو!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای