د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې ولسمشر دونالډ ټرمپ به حکومت ته د پيسو تخصيص د ورکولو قانوني لايحه لاسليک کړي او بيړني حالت ته د امريکا د ننوتلو په شمول په ځينو اداري چلندونو سره به په سرحدي سيمه کې د دولتي امنيت او بشري بحران مخنيوی وکړي.
د امريکا د مشرانو جرګې ډيموکراتيکې مشرې مېرمنې نانسي پېلوسي تر دې وروسته وويل چې د امريکا او مکسيکو ترمنځ د سرحدي سيمې حالت دومره بيړنی نه دی. هغه به ور سره د قانوني مقابلې ارزونه وکړي. د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکريترې سراح سندريس په دې اړه وويل چې د ديموکراتانو قانوني ننګونې ته چمتو شوې، خو هغې د ټرمپ لخوا د بيړني حالت د اعلان مشخص وخت نه دی ورکړی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |