CRI Online

په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو د روزنيزو مرکزونو د جوړېدو موخه خلکو ته ښه ژوند برابرول دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-15 16:49:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د کرهڼيزو ماشينونو د رياست مرستيالې مشرې ګلي نار وبولي څو ورځې مخکې د يوې مقالې په ليکلو سره دې ته اشاره وکړه چې شينجيانګ په تېرو دوو کلونو کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې تدبير د لټولو لپاره ډېر کوښښونه کړي او د مسلکي روزنې مرکزونه يې جوړ کړي او موخه يې دا ده چې د بېلا بېلو قومونو وګړي د توندلارۍ فکر له اغېزې څخه ځان خلاص کړي او ارام ژوند وکړي.

ګلي نار وبولي له ډېرو کلونو راهيسې د ډول ډول ترهګريزو پېښو د رامنځته کېدو په کلتو سره څو ځلې د مقالو او تبصرو د ليکلو او د ليکچرونو د جوړولو په وسيله ترهګريز جرمونه سخت غندلي دي. په دې وروستيو ورځو کې هغې يوه مقاله وليکله چې عنوان يې و،( پوهان بايد پر عدالت ټينګار وکړي او له ترهګرۍ او توندلارۍ سره د مقابلې لپاره دې په زړه وره توګه تدبيرونه ونيسي. ) نوموړې په دې مقاله کې ليکلي، زه د ملي لږکي يوه پوه يم چې د ورخلاصون او اصلاحاتو له تګلارې څخه مې ډېرې ګټې اخيستې دي. مخکې مې د څه باندې دېرشو کلونو لپاره په جنوبي شينجيانګ کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې او په خپل ټاټوبي کې مې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو ترمنځ د تبادلې لپاره د پول په توګه رول لوبولی او لوبوم . خو دا د خواشينۍ وړ ده چې د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسې د توندلارۍ فکرونه ډېر پياوړي شوي، دغو فکرونو د دوديز کلتور د ساتلو په پلمه د اويغوري قوم تاريخ ويجاړ کړی او د اويغوري کلتور د سالم پرمختګ لپاره يې سخت خنډونه جوړ کړي دي. په دې ترڅ کې ځيني کسان د دغو فکرونو تر اغېزې لاندې راغلل او د هېواد د جلا کولو په موخه يې يو لړ ناوړه پېښې طرحه او ترسره کړې او په اخر کې د قانون منګولو ته وسپارل شول.

په دې مقاله کې ليکل شوي، په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو د روزنيزو مرکزونو د جوړولو موخه دا ده چې د بېلا بېلو قومونو وګړي د توندلارۍ د فکرونو له اغېزې څخه ځان خلاص کړي. په دغو مرکزونو کې زده کوونکو د زده کړې له لارې د چين د ملي ژبې د زده کړې سويه لوړه کړې، د قانون په اړه يې زيات مالومات او مسلکي مهارتونه  خپل کړي دي. دا نه يوازې د توندلارۍ فکرونو د خپرېدا د مخنيوي لپاره ګټور دي، بلکې له عصري ژوند سره د ځان د سمون او له بېوزلۍ څخه د خلاصون او د شتمنۍ د تر لاسه کولو په هکله د زده کوونکو توان هم پياوړی شوی دی. زما ټاټوبی په کشغر سيمه کې دی، هلته مخکې په کليوالو سيمو کې ښځې د توندلارۍ تر اغېزې لاندې راغلې وې او زياتره يې يوازې په کور کې ناستې وې، خلکو خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکول چې ښوونځي ته لاړ شي. اوس دوی تر روزنې وروسته عصري پوهنې او د کار مهارتونه خپل کړي، دوی نه يوازې د توندلارۍ د فکرونو له اغېزې څخه ځان خلاص کړی، بلکې مهارتونه يې هم زده کړي دي. اوس دوی زياتره په کليوالو فابريکو کې ګومارل شوي او هغه هيله يې پوره شوې چې کور ته په نږدې سيمه کې پيسې تر لاسه کړي. ځينې ښځې په کورونو کې د پيسو ګټلو عمده ځواک ګرځېدلی دی.

په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د ملکي وګړيو ژوند په پر له پسې توګه ښه شوی دی. نړيوال يه چين کې دا ډول واقعيتونه او بدلونونه ويني او څوک پر دې واقعيتونو سترګې نشي پټولای.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای