CRI Online

د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې پرمختيايي کړنلاره خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-19 16:22:39

چين د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه د ګوانګ دونګ ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې پرمختيايي کړنلاره په رسمي توګه خپره کړه. دغه سيمه د چين له هغو سيمو څخه ده چې د پرانيستې کچه يې ډېره لوړه او اقتصادي وده يې ډېره پرمختللې ده. د يادې کړنلارې له مخې به دغه سيمه په نړۍ کې د يوې ډېرې پرمختللې سيمې په توګه اباده شي او د چين د اقتصادي ودې او ورخلاصون لپاره به لامهم رول ولوبوي.

له يادې کړنلارې سره سم د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو لويه بندري سيمه له هانکانګ او مکاو دوو ځانګړو اداري حوزو، همداراز د ګوانګ دونګ ولايت د ګوانګ جو ، شن جن، جو های او فوه شان په شمول له نهو ښارونو څخه عبارته ده او عمومي پراخوالی يې ۵۶۰۰۰ کيلومترو ته او عمومي نفوس يې شاوخوا ۷۰ مليونو تنو ته رسيږي.

اړونده شمېرنه ښيي چې د دغې سيمې مساحت د چين د خاورې تر 1% کمه برخه نيسي او نفوس يې د چين په ټول نفوس کې تر 5% کمه برخه جوړوي، خو اقتصادي حجم يې د چين د کورني توليد په عمومي ارزښت کې 12% برخه نيولې ده. د دغې سيمې د څېړنيز مرکز سرمنشي دنګ جيانګ نيان پدې اړه وايي:

((د ګوانګ دونګ ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې اقتصادي حجم ۱۰ ټريليونو ژن مين بي يوانو ته رسيدلی او په دې سيمه کې ۲۷۰ صنعتي مرکزونه او ۳۳۰ مشخص بازارونه شته دي چې د عصري او تخنيکي لاسته راوړنو د کارولو لپاره يې لوی بازار برابر کړی دی.))

ياده سيمه د"يوه دولت او دوو نظامونو "پاليسۍ پر اساس جوړه شوې او پکې ۳ ګمرکي حوزې شته او ۳ ډوله پيسې پکې چلېږي چې دغه ډول ځانګړنه په نړۍ کې بې سارې ده. نو د دغې سيمې په پرمختيايي کړنلاره کې په دې سيمه کې د نظامونو او ميکانيزمونو نوښت ته ډېرې پاملرنې شوې دي. د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د کمي او تخنيکي اقتصاد انسټيټيوټ مشر لي پينګ پدې اړه وايي:

((د دغې سيمې د بېلابېلو برخو نظامونه توپيرونه لري، له دغو توپيرونو سره سره د بېلابېلو برخو د کسانو، مالونو او پانګو ترمنځ د تبادلې او همغږۍ څرنګوالی يوه مهمه مسئله ده. ))

په ياده کړنلاره کې پرېکړه هم شوې چې په هانکانګ او مکاو کې به د پولي چارو، ښوونې، قوانينو، د جنجالونو د حل وفصل ، د سمندري ټرانسپورټ، د مالونو د لېږد رالېږد، د رېل پټلۍ له لارې ټرانسپورټ، مخابراتو، د چين د دوديز طب، ودانيزو چارو او اړوندو پروژو په شمول د زياتو برخو د پرانيستې لپاره ځانګړي تدابير غوره شي او په دغو ځايونو کې به پر پانګوالوځيني محدوديت کم او يا لغوه شي.

برسيره پردې اوس په دغه لويه بندري سيمه کې د يو لړ عصري تخنيکي بنسټيزو تاسيساتو جوړول طرحه شوي، همداراز پلان هم شوی چې د دغې سيمې د ابتکار او نوښت قوت د پياوړتيا لپاره به زياتې هڅې وشي څو پدې برخه کې د هېواد د نورو سيمو لپاره نمونه جوړه کړي.

د ډېرو کارپوهانو په اند، دغه لويه بندري سيمه د نړۍ د نورو درېو لويو بندري سيمو يعنې د نيويارک، سانفرانسيسکو او توکيو په شان بشپړ صنعتي سيستم او ځنځير او نور اړوند غوره والي لري. د هانکانګ د"شيانګ جيانګ جي هوی" فورم رئيس وو لي شان پدې اړه وايي:

((هانکانګ د پولي چارو، عصري نوښت او انساني سرچينې په برخو کې ځانګړی غوره والی لري، او د هېواد سترې برخې غيني سرچينې او پراخې ځمکې لري او وده يې ډېره چټکه ده، نو دواړه خواوې يو د بل نيمګرتيا لرې کولی شي او يو له بل سره مرسته کولی شي.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای