CRI Online

شي جین پینګ: د رښتیني اقتصاد د خدمت لپاره د مالیې رول باید پیاوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-23 16:35:25
شي جین پینګ: د رښتیني اقتصاد د خدمت لپاره د مالیې رول باید پیاوړې شي

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې رئیس شي جین پینګ وویل چې چین باید د عرضې له اړخه جوړښتي اصلاحات ژور کړي او د رښتین اقتصاد د خدمت لپاره دې د مالیې رول پیاوړې کړي.

شي جین پینګ د تیرې جمعې له غرمې وروسته د یادې کمیټې د سیاسي بیورو د یوې غونډې د مشرۍ په ترڅ کې دغه خبرې وکړې.

هغه وویل چې موږ باید د پرمختګ او خطرونو د مخنیوي ترمنځ ښه بیلانس وساتو او په ټاکل شوې او اغیزمنه توګه دې په مهمو برخو کې له خطرونو سره مقابله وکړو. چین باید د مالیې په برخه کې ورخصلاصون ژور کړي.

د وریښمو لارې صندوق ګوندي سکرتر او رئیس شیې دوو په یاده غونډه کې اړوند معلومات او شخصي وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

شي جین پینګ دې ته اشاره وکړه چې مالیه د یو هیواد کلیدي توان، مالي امنیت د ملي امنیت یوه مهمه برخه او مالي سیستم د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په بهیر کې یو بنسټیز سیستم دی. زموږ هیواد باید د مالي خدمت د هڅولو او د مالي خطرونو د مخنیوي په نظر کې نیولو سره د مالیې بنسټ ته ښه پرمختګ ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای