CRI Online

د بېجينګ په يو روغتون کې په لومړي ځل د 5G تخنيک وکارول شو

cri     (GMT+08:00) 2019-02-25 11:25:35

د بېجينګ ډېلي ورځپاڼې خبر ور کړ چې په بېجينګ کې د CMCC فرعي شرکت په دې وروستيو ورځو کې د هوا وي له مخابراتي شرکت سره د چين او جاپان د دوستۍ په روغتون کې د 5G تخنيک په اړه ډيجيټلي سيستم ځای پر ځای کړی او د ناروغانو د طبي څارنې، پالنې او د ناروغۍ د تشخص په شمول ځينو برخو کې يې د 5G انټرنټي تخنيکي چاپيريال برابر کړی او د 5G تخنيک په وسيله يې له لېري نه د طبي څېړنو د نوي موډل د پيدا کولو لپاره زمينه برابره کړې ده.

د خبر له مخې دغه درې اړخيزې همکارۍ له لېري نه د طبي څېړنې او سيستم د کارونې په برخه کې ستر پرمختګ ګڼل کيږي او ډېر مهم اهميت لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای