CRI Online

تېر کال په چين کې د انترنيت له لارې د کورنيو برقي لوازمو د خرڅلاو ارزښت تر ۵۰۰ مليارډو يوانو زيات و

cri     (GMT+08:00) 2019-02-25 16:34:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صنايعو او مخابراتو وزارت څېړنيز انستيتيوت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په ۲۰۱۸ کال کې د انترنيت له لارې د کورنيو برقي لوازمو د خرڅلاو راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې تېرکال په چين کې د انترنيت له لارې د کورنيو برقي لوازمو د خرڅلاو ارزښت ۵۷۶ مليارډه او ۵۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ٪۱۷.۵ زيات شوی و.

د انترنيت له لارې د برقي توکيو د خرڅلاو ارزښت د تېر کال د ټولو پلورل شويو کورنيو برقي توکيو په عمومي ارزښت کې ٪۳۵.۵ برخه ونيوه. د هغو برقي توکيو د خرڅلاو اندازه ډېره زياته شوې چې د ژوند د کيفيت د ښه والي لپاره استعماليږي او د توليداتو د کچې او کيفيت د لوړېدو تمايل يې څرګند شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای