CRI Online

هوانګ کون مينګ پر دې ټينګار وکړ چې په چين کې دې د ټولو خبري رسنيو په زمانه کې مختلف رسنۍ ادغام وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-25 20:26:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د خبري رسنيو د ادغامولو د پياوړتيا ناسته د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ په دغه ناسته کې ګډون وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد په جدي او ژوره توګه د خبري رسنيو د ادغامولو د پرمختګ او په عامو افکارو باندې د عمده رسنيو د لارښوونکي تاثير او رول د پياوړتيا په اړه د دغې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ له خبرو څخه زده کړه وکړي او بايد په مثبته توګه د ټولو خبري رسنيو د زمانې له څپو سره مساعدې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای