CRI Online

چين به د شي ځانګ سيمې په بودالا ماڼۍ کې د تاريخي کتابونو د ساتلو لپاره ۳۰۰ مليونه يوانه پانګه واچوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 16:14:45


دا د بودالا ماڼۍ منظره ده.

د شي ځانګ د بودالا ماڼۍ د ادارې د خبر له مخې، د چين حکومت به په راتلونکو لسو کلونو کې په بودالا ماڼۍ کې د تاريخي اثارو د ساتلو په پار ۳۰۰ مليونه يوانه پانګه واچوي.

بودالا ماڼۍ د چين د شي ځانګ کورواکې سيمې د پلازمينې لاسا ښار په مابوژي غره کې پرته ده. په دغه ماڼۍ کې د امپراطورۍ ډېرې لرغونې ودانې ،کلاوې او معبدونه شته دي چې په ډېره ښه توګه ساتل کيږي. اوسمهال په دغه ماڼۍ کې څه باندې ۴۰۰۰۰ لرغوني کتابونه ساتل کيږي چې په چيني، تبتي، مغولي او سانسکريټ ژبو ليکل شوي دي.


د بودالا ماڼۍ د ادارې کارکوونکي په دې ماڼۍ کې د تاريخي اثارو او کتابونو د ثبت کولو په حال کې دي.


د بودالا ماڼۍ د ادارې کارکوونکي په دې ماڼۍ کې د تاريخي کتابونو د ثبت کولو په حال کې دي.


يو بودايي راهب په بودالا ماڼۍ کې تاريخي کتابونه ترتيبوي.


د بودالا ماڼۍ د ادارې کارکوونکي په دې ماڼۍ کې تاريخي اثار ترتيبوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای