CRI Online

((ستاسو په کمرو کې يو کمربند او يوه لاره )) تر سرليک لاندې د عکسونو او ويډيوګانو د راغونډېدو فعاليت په رسمي توګه پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 15:23:29

د CRI Onlineد ويبپاڼې د خبر له مخې، ((ستاسو په کمرو کې يو کمربند او يوه لاره )) تر سرليک لاندې د عکسونو او ويډيوګانو د راغونډېدو فعاليت چې د CRI Online لخوا جوړ شوی، د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه په رسمي توګه پيل شو. CRI Online د بېلا بېلو ژبو د نويو رسنيو، په کور او بهر کې د ټولنيزو شبکو او په بهر کې د همکاريو ډګرونو له لارې د ټولې نړۍ دوستانو څخه دغه عکسونه او ويډيوګانې غواړي.

د دې فعاليت موخه دا ده چې د کامرو په وسيله د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې برياليتوبونه، سوله ييزې همکارۍ، پرانيستوالی او ټول شمولتوب، يو له بل څخه د زده کړې او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د مرکز په توګه د ورېښمو د لرغونې لارې روحيه او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز په اثر نوي بدلونونه منعکس کړي، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو له خلکو سره د چيني خلکو دوستانه راکړې ورکړې، کلتوري تبادلې او صميمي احساسات او د اړوندو هېوادونو عادتونه او دودونه بيان کړي.

د عکسونو او ويډيوګانو د راغونډېدو فعاليت د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د اپريل تر ۱۰مې نېټې پورې ترسره کېږي. د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې به د اړوندو اثارو د راغونډېدو مرحله وي، د مارچ له ۲۹مې نېټې څخه د اپريل تر ۹مې نېتې پورې به د راټولول شويو عکسونو او ويډيوګانو د ابتدايي انتخاب، په ويبپاڼه کې د رايګيرۍ او د کارپوهانو د ارزونې مرحله وي، د اپريل په ۱۰مه نېټه به د جایزه ګټونکو نوم ليست خپور شي.

د عکسونو لېږدونکې لارې چارې، له لاندينيو ۲ چلندونو څخه يو انتخاب کړئ:

۱ . د ايميل پټه: withyou2019@qq.com

۲. عکسونه د فېسبوک پر خپلې پاڼې خپاره او @CRIPashto ته يې راوليږئ.

د دې فعاليت په اړه مشخص مالومات له دې پتې څخه تر لاسه کولای شئ: www.cri.cn/withyou

په لاسونو د يو بل د پېژندنې او تفاهم بهير او د ګډ پرمختګ لاره ياد کړئ، ستاسو کمرې به په يوويشتمه پېړۍ کې د انسانانو د دوستانه راکړې ورکړې د تاريخ شاهدې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای