CRI Online

د 5G مخابراتي تخنيک په وسيله د چين ميډيا ګروپ لخوا د نوې رسنيو د 4K ويډيوګانې په بريالۍ توګه جوړې شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 19:50:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دوو ملي مجلسونو د شروع کېدو په درشل کې، د 5G مخابراتي تخنيک په وسيله د چين ميډيا ګروپ لخوا د نوې رسنيو د 4K ډېر لوړ وضاحت لرونکې ويډيوګانې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په بريالۍ توګه جوړې شوې. په بېلا بېلو ځايونو کې د 4K ډېر لوړ وضاحت لرونکو ويډيويي اشارو د 5G مخابراتي شبکې له لارې په همهاله توګه د دغه ګروپ د 5G رسنيو ازمويښتي خونې ته لېږل شوې او د هوا وې شرکت د 5G قات کېدونکي موبايل ټلېفون له لارې د ټلويزيون د پردې پر مخ خپرې شوې. له دې څخه څرګندېږي چې د 5G تخنيک په وسيله د دغه ګروپ نوې رسنۍ د 4K ډېر لوړ وضاحت لرونکو ويډيوګانو او ډول ډول پروګرامونو د جوړولو توان لري يعنې په څو ځايونو کې د ټولو مرحلو او رولونو په چوکاټ کې د 4K ډېر لوړ وضاحت لرونکو ويډيويي پروګرامونو د جوړولو او خپرولو توان لري. دغه تخنيک به سږ کال د چين د دوو ملي مجلسونو د راپورتاژ کولو په بهير کې وکارول شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای