د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د دوهمې عمومي غونډې لومړۍ مطبوعاتي ناسته د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې تر سره شوه. د دې غونډې مطبوعاتي وياند ګو وې مين خبريالانو ته وويل، چې شخصي اقتصاد د چين د بازاري اقتصاد يوه مهمه برخه ده او د اقتصاد، نوښت او استخدام د زياتوالي او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې بې ساری رول لوبوي. شخصي اقتصاد د چين په اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
نوموړي وويل، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د شخصي تصديو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل، د ملاتړ لرونکې پاليسۍ او خپلو هلو ځلو له لارې به شخصي تصدۍ ښه راتلونکی ولري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |