د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمیټې د ۲ مې عمومي غونډې لومړۍ خبري ناسته د روانې میاشتې په ۲ مه نیټه په بیجینګ کې جوړه شوه. د دغې غونډې مطبوعاتي ویاند ګو وۍ مین په دې خبري ناسته کې وویل چې اوس د چین او امریکا ترمنځ اړیکې په یوه کلیدي مرحله کې دي. که چین او امریکا ژر د ګډو ګټو پر اساس موافقه ترلاسه کړي، دا به نه یوازی د دواړو خواوو بلکې د نړیوال اقتصاد هم په ګټه وي.
ګو وۍ مین هم وویل چې د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي او تجارتي مشوره د دواړو هیوادونو د مشرانو د ګډې موافقې سره سم چې په ارجنټاین کې یې ترلاسه کړې وه، ترسره شوې ده. چین او امریکا د ګډې علاقې وړ یو لړ مسئلو په اړه خبرې اترې کړې او واقعي پرختګونه یې ترلاسه کړي دي مثلاً تخنیکي سپارښتنې، د پوهنې مالکیت حق ساتنه، د غیرګمرکي مالیاتو خنډ، خدمتي صنایع، کرنیزې صنایع، خارجي اسعار او داسې نور.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |