د سينهوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د مارچ په ۲مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې له مطبوعاتي مرکز څخه معلومات واخيستل، چې په دې غونډه کې ټول ګډون کوونکي هيئتونه بېجينګ ته رسېدلي او د دې غونډې د تر سره کېدو لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوی دی.
د هې لونګ جيانګ ولايتي هيئت، چې په ياده غونډه کې به ګډون وکړي، د فبرورۍ د ۷مې نېټې په ۷ بجو ۲۰ دقيقو د بېجينګ اورګاډي سټېشن ته راورسېد. دا لومړی هيئت دی چې په ياده غونډه کې د ګډون په موخه بېحينګ ته راغي، ورپسې د چين د نورو سيمو هيئتونه هم بېجينګ ته راورسېدل.
په عين وخت کې د دې غوڼدې د تر سره کېدو لپاره د اړوندو طرحو، لنډو راپورونو او تنظيم په شمول بشپړ چمتوالی نيول شوی دی. د معلوماتو له مخې، ياده غونډه به د مارچ په ۵مه نېټه په بېجينګ کې پيل شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |