CRI Online

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ارزښتناک کارونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-03 16:47:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د دوهمې عمومي غونډې لومړۍ مطبوعاتي ناسته د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د دې غونډې مطبوعاتي وياند ګو وې مين وويل، د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د رئيس شي جين پينګ په مرکزيت او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندی د کاري نوښت، د مقرراتو بشپړتيا او د اوږدمهال پلان جوړونې لپاره هڅه کړې، د سياسي وړانديز او د ګډې موافقې لپاره يې کوشش کړی او ځانګړی رول يې لوبولی دی او په پای کې يې برياليتوب تر لاسه کړی دی.

ګو وې مين د يادې کميټې د غړو د دندو په اړه وويل، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د غړو دندو ته په درنه سترګه ګوري او يو لړ نوي تدابير او مقررات يې جوړ کړي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای