د چين د ملکي هوايي چلند ادارې مشر فنګ جنګ لينګ د روانې مياشتې په ۳ مه نېټه د چين ولسي سياسي مشورتی کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د دوهمې عمومي غونډې په ترڅ کې وويل چې دا شينګ نړيوال هوايي ډګر د جوړېدو چارې به د سږ کال د جون په ۳۰ مه نېټه پای ته ورسږي او د سپټمبر له ۳۰ مې نېټې مخکې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. دا شينګ نړيوال هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو برابر جوړ شوی او د مسافرو د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې به د چين د پلازمينې له هوايي ډګر سره رقابت وکړي. د اټکل له مخې په ۲۰۲۲ کال کې به د دا شينګ نړيوال هوايي ډګر له لارې د مسافرينو شمېر ۴۵ مليونو ته ورسږي او په ۲۰۲۵ کال کې به دا شمېر ۷۲ مليونو ته پورته شي. د چين د ملکي هوايي چلند ادارې د دغې موخې د پوره کولو لپاره د ترانسپورټ لايحه چمتو کړې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |